SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت او د ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت او د پلازمېنې زون پراختيا ادارې تر منځ د همکارۍ هوکړه‌ليک لاسليک شو.

1400-04-05


۰۵ چنګاښ ۱۴۰۰

د پراختیا او همکاریو تقویت همغږۍ، د وظيفوي تداخل د مخنيوي او د پلازمېنې زون اړوندو بنسټيزو معلوماتو د شريکولو په موخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت او د پلازمېنې زون پراختيا ادارې تر منځ د همکارۍ هوکړه‌ليک د انجينير حميدالله يلاني او انجينير نجيب الله شينواري لخوا لاسليک شو.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئيس انجينير حميدالله يلاني له رامنځته شوي فرصته د هرکلي ترڅنګ  په دغه هوکړه‌ليک کې د توکو پلي کولو په برخه کې د شرکت د چمتوالي، د پروژو د کيفيت ښه‌والي کې د همکاريو محورونو پراختيا او د هغو د اغېزمنتيا لوړول په ډاګه کړل.

د پلازمېنې زون پراختيا ادارې رئيس انجينير نجيب الله شينواري د هوکړه‌ليک له لاسليکه د خپلې خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د مشترکو همکاريو پيل، د همکاريو تقويې او خلکو ته د چوپړونو په برابرولو کې ګډ کار ګټور وباله.

ناسته، د دواړو اړخونو لخوا د همکارۍ هوکړه‌ليک په لاسلیکولو پای ته ورسېده.