rtl
په لومړي ځل په کابل کې د اوبو رسولو شبکه په کال 1258 ه ش
د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د ابن سینا روغتون شاته پرتې چینې څخه په ګټې
اخیستنې جوړه شوه. او د 1293 تر 1298 کلونو په جریان کې د امیر حبیب الله خان په
دوران کې د پغمان کارېزونو اوبه به د کابل ښار توزیعې نلونو له لارې لېږدېدې او له
هغه ځایه به د ښار مرکز اوبو رسولو کې ورڅخه ګټه اخیستل کېده. له هغې وروسته د
اوبو رسولو خدمتونه د هیواد په نورو لویو ښارونو لکه هرات، مزار شریف، جلال اباد،
کندهار او نورو کې له 1348 ه ش کال را په دېخوا پیل شول.
په هیواد کې د اوبو رسولو خدمتونو د تنظیم په موخه د
1353/12/01 نېټې 1224 ګڼې فرمان په اساس د اوبو رسولو او کانالیزاسیون تصدۍ تګلاره
تصویب شوه او د 1354/03/15 نېټې 301 مې ګڼې له مخې په رسمي جرېدې کې خپره شوه.
یاده تصدي د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام د 1384/11/05 نېټې 130 ګڼې فرمان
او وزیرانو شورا د 1384/10/18 نېټې 36 مې ګڼې مصوبې پر اساس په 1388 کال کې د
جایداد د تصفیې وروسته د اوبو رسولو او کانالیزاسیون تصدۍ څخه د افغانستان ښاري
اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت په نوم د دولت یو سهامي شرکت په توګه د شخصیت
حقوقي تغییر وکړ.
په دې اخره کې د کابینې د 18 لیندۍ 1399 نېټې 27 ګڼې مصوبې
او جمهوري اسلامي افغانستان عالي مقام د 30 لیندۍ 1399 نېټې 2647 ګڼې حکم پر اساس
د شرکت نوم (د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت) ته تغییر شو.
دا اداره د څښاک پاکو اوبو
چوپړونو په وړاندې کولو او د فاضلابو مدیریت په برخه کې د هېواد په ښاري او نیمه
ښاري سیمو کې فعالیت لري. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د دغې لیدلورې
(د څښاک پاکو اوبو او فاضلابو چوپړونو ته د هر ښاري او نیمه ښاري وګړي لاسرسی) سره
عملاً په 22 ولایاتو او 11 ولسوالیو کې چوپړونه وړاندې کوي.
په راتلونکي کې: د اوبو رسولو او فاضلابو په برخو کې د موثرو چوپړونو
وړاندې کولو په موخه د هېواد ټول ښاري او نیمه ښاري سیمې تر خپل پوښښ لاندې
راوستل.
ماموریت: د افغانستان ټولو ښاري او نیمه ښاري وګړو ته د اوبو
استخراج، تصفیه، زېرمه او په ټوله کې د څښاک پاکو اوبو چوپړونو وړاندې کول او د
فاضلابو سیسټمونو جوړول د دغې ادارې له اړینو ماموریتونو څخه شمېرل کېږي.
موخې: ټولو ښاریانو ته د څښاک پاکو اوبو او فاضلابو چوپړونه
وړاندې کول او د کار زمینه برابرول.