SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اندخوی ښار اوبو رسولو مسئولینو سره د شرکت لوی رئیس ليدنه

1400-07-14


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د فاریاب ولایت د اندخوی ښار اوبو رسولو له مسئولينو او یوشمېر کارکوونکو سره وليدل.

په دې ليدنه کې، د اندخوی ښار اوبو رسولو مسئولينو د اوبو رسولو خدماتو په برخه کې خپل نظرونه، وړانديزونه، ستونزې او نیمګړتياوې په ګوته کړې. د شرکت له مشرتابه څخه یې د ستونزو په حلولو کې د هراړخيزو همکاريو غوښتنه وکړه.

د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د اندخوی ښار اوبو رسولو مسئولينو او کارکوونکو د راپورونو، ستونزو او نظریاتو له اورېدو وروسته، په دې ولایت کې د اوبو رسولو خدماتو ښه والي په موخه لازمې پرېکړې وکړې او هم یې اړوندو مسئولينو ته اړينې لارښوونې وکړې.