SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره کړ...



د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره کړه

1400-08-17


درینۍ 17 لړم 1400

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت اداري پلاوي غونډه د دغه شرکت لوی ریاست رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او د شرکت د رئیسانو او آمرینو په ملتیا د شته ستونزو حلولو او د شرکت د مختلفو برخو ترمنځ د کاري همغږۍ او تېزوالي په موخه غونډه ترسره شوه.

پدغه غونډه کې چې د سپېڅلي قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه؛ د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي د اوبو رسولو چارو په تېزوالي او د دغې ادارې مختلفو برخو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ،  د ستونزو په حلولو کې یې ورته اداري غونډې موثرې وګڼلې او په منظمه توګه یې د دا ډول غونډو په دایرېدو ټینګار وکړ. ورپسې بیا د شرکت رئیسانو او آمرینو د غونډې اجنډا مطابق موضوعات په ترتیب سره په مفصله توګه وڅېړل چې د خبرو اترو وروسته د شرکت رهبرۍ لخوا د یادو موضوعاتو لپاره لازمې پرېکړې ونیول شوې.