SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو لوی رئیس د کابل زون د پېرود...



د ښاري اوبو رسولو لوی رئیس د کابل زون د پېرودونکو چوپړونو له څانګې کتنه وکړه

1400-09-14


یونۍ د لیندۍ 14مه 1400

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د کابل ښار پېرودونکو چوپړونو څانګې کارکوونکو او پېرودونکو؛ ستونزې، شکایات، آندونه او وړانديزونه واورېدل.

په دې کتنه کې چې د شرکت عملیاتي رئیس او تخنيکي چارسمبال رئیس ښاغلی انجنیر میرویس نظيمي هم ورسره مل و، د ډېټابېس، بېلونو او نورو څانګو له څارنې وروسته، د یادو څانګو په اداري چارو کې یې په دقت، رونټیا او چټکتيا ټينګار وکړ.

همدارنګه د شرکت لوی رئیس یو شمېر پېرودونکي، چې اداري او تخنيکي ستونزې یې لرلې، له نژدې وليدل او د هغوی ستونزې یې حل کړې.

په پای کې د شرکت لوی رئیس د يادو څانګو د اجرااتو څرنګوالي راپور له اورېدنې وروسته د اوبو رسولو په ځانګړي ډول د پېرودونکو چوپړونو او د چارو د لا ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.