SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د لوګر ولایت پل علم ښار د اوبو رسولو پروژه پر...



د لوګر ولایت پل علم ښار د اوبو رسولو پروژه پرانېستل شوه

1400-09-16


لیندۍ 16 مه 1400

د لوگر ولایت پل علم ښار د پایخېلو سيمې اوبو رسولو پروژه د لوګر ولایت مقام مرستیال ښاغلي مولوي انعام الله صلاح الدین، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنير نعمت الله احمدي او د COAR (افغاستان لپاره د مرستو همغږۍ موسسه) خیریه موسسې استازي لخوا، چې د دې ولایت سپينږېرو او یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و، د ځانګړې غونډې په ترڅ کې رسماً پرانېستل شوه.  

غونډه د قرآن مجید د څوو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د لوګر ولایت مقام مرستیال ښاغلي مولوي انعام الله صلاح الدین د دې ولایت اوسېدونکو ته د اوبو رسولو شرکت د اوبو رسولو چوپړونو، د دې پروژې پلي کېدو په موخه د یونيسېف نړیوالې ادارې او د کوار خیریه موسسې له همکارۍ مننه وکړه. هغه زياته کړه؛ د ا.ا.ا هڅه کوي ترڅو د نړيوالو بنسټونو په همکارۍ، ورته ټول ګټې پروژې په لوګر ولایت کې پلي کړې.

ورپسې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د يادې پروژې د جزئیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل. دا پروژه کابو د 7.5 میلیونو افغانیو په لګښت د یونېسېف نړیوالې ادارې لخوا تمويل شوه، چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت، د ډاکار، یونېسېف او هبېټاټ ادارو تر څارنې لاندې، د کوار خیریه موسسې له لوري په درې نيمو میاشتو کې پلې شوه.

همدارنگه د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس زیاته کړه: د دې شبکې ټول اوږدوالی 4.7 کيلو مټره ده، چې په مټ يې 350 کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لارسرسی پیدا کړ.

غونډه د پټۍ په پرېکولو او د خير په دعا پای ته ورسېده.