SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت لوی رٸیس د لوګر ولایت پل عل...



د اوبو رسولو شرکت لوی رٸیس د لوګر ولایت پل علم ښار کې د اوبو رسولو نوې شبکې غځونې له پروژې کتنه وکړه.

1400-09-16


درینۍ د لیندۍ ١٦مه ١٤٠٠

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رٸیس انجنیر نعمت الله احمدي د شرکت عملیاتي رٸیس او تخنیکي چارسمبال رٸیس انجنیر میرویس نظمي، د کابل زون اوبو رسولو رٸیس انجنیر فرهاد نورزی او د COAR (د افغانستان لپاره د مرستو همغږۍ ادارې) استازي او د لوګر ولایت اوبو رسولو آمر ښاغلي قاري عبدالله په ګډون د لوګر ولایت پل علم ښار پایخېلو سیمه کې د اوبو رسولو نوې شبکې غځونې له پروژې کتنه وکړه.

د شرکت لوی رٸیس د دې نوې پروژې له ساحېې او تاسیساتو څخه تر لیدنې وروسته، د پېرودونکو او د سیمې له خلکو سره خبرې وکړې، د دوی اندونه، وړاندیزونه او شکایات یې واورېدل.

همداراز لوی رٸیس د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د کوار خیریه موسسې له مسٸولینو سره؛ چې د یادې پروژې پلي کېدل یې په غاړه و، د دغې موسسې په دفتر کې وکتل او وروسته له خبرو اترو یې د خدمتونو چمتو کولو اړوند د خلکو د رضایت لاسته راوړلو غوښتنه ترې وکړه، چې د کوار خیریه موسسې مسٸولینو د هراړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.