SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د چاریکار ښاري اوبو رسولو آمریت څخه د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس ليدنه

1400-11-11


دونۍ سلواغې ۱۱مه 1400

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د شرکت تخنيکي ریاست سرپرست او عملیاتي رئیس انجنیر ميرویس نظيمي او د کابل زون د اوبو رسولو رئیس انجنیر فرهاد نورزي په ملتیا، د چاریکار ښار د اوبو رسولو له آمریته ليدنه وکړه.

د شرکت لوی رئیس د اوبو رسولو د 2500 مټره مکعبه ‌ذخېرې، تصفیه خونې او نورو تاسيساتو څخه د ليدنې ترڅنګ، هېوادوالو ته د لړیالو چوپړونو په موخه د یادو تاسيساتو څخه په درستې ساتنې او اغېزمنې استفادې ټينګار وکړ.

همدارنگه د چاریکار ښار د اوبو رسولو مسئولينو او کارکوونکو د شرکت لوی ریاست په همکارۍ سره له خپلو کړنو، لاسته راوړنو او عملي طرحو یادونه وکړه، په یاد ښار کې د اوبو رسولو چوپړونو د لا ډېرولو په موخه د دوی ټولو اداري او تخنیکي وړانديزونو ته د شرکت لوی رئیس له لوري د همکارۍ ژمنه وشوه.