SF2COQI5RC4X3FLL
1400-11-18
دونۍ، د سلواغې 18مه 1400
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي
انجنير نعمت الله احمدي د اسیا لپاره د یونېسېف دفتر(ماشومانو لپاره د نړیوالې ټولنې
بېړنی صندوق) د اوبو برخې له سلاکار ښاغلي
پيټر هاروې سره د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د شرکت مرکزي رئیسانو، د کابل زون اوبو
رسولو رئیس او د اوبو په برخه کې د یونېسېف دفتر استازو هم ګډون درلود، وکتل.
د دې ناستې په پیل کې، چي د اوبو رسولو چوپړونو اړوند د یونېسف
دفتر مرستو او همکاریو په موخه جوړه شوې وه، د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس د یونېسېف
دفتر د مرستو له اعلانه د مننې ترڅنګ، په مرکز او ولایاتو کې د اوبو رسولو شرکت
فعالیتونو، پروژو او چوپړونو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه همداراز هېوادوالو ته
د څښاک پاکو اوبو اغېزمنو او لړیالو چوپړونو وړاندې کولو په پار د شرکت اړتياوې په
ګوته کړې، او له یاد پلاوي څخه يې د لا ډېرو همکاريو غوښتنه وکړه.
ورپسې، د آسیا لپاره د یونېسېف دفتر د اوبو برخې سلاکار ښاغلي
پيټرهاروې د اوبو رسولو شرکت سره په نورو برخو کې د همکاریو ژمنې ترڅنګ، زياته کړه؛
د یونېسېف اداره د اوبو له سکټور سره د خپلو همکاریو په دوام، ویاړي څو وکولی شي چې
د اوبو رسولو شرکت سره هم خپلې مرستې ولري.