SF2COQI5RC4X3FLL
1400-11-25
دونۍ د سلواغې 25مه 1400
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي
د ICRC (د سره صلیب
نړیوالې کمېټې) له استازي سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د شرکت عملیاتي رئیس او تخنیکي چارسمبال رئیس انجنیر
میرویس نظیمي، مالي او اداري رئیس ضیاءالحق همتي، او د کابل زون اوبو رسولو رئیس
انجنیر فرهاد نورزي هم ګډون درلود؛ په پیل کې د شرکت لوی رئیس د سره صلیب دفتر له
همکاریو څخه د مننې او استازو ته یې د ښه راغلاست تر څنګ، د دواړو خواو له لورې د
لړیاله همکاریو غوښتنه وکړه.
ورپسې بیا د کابل زون اوبو رسولو رئیس انجنیر فرهاد نورزي د یوه پرېزېنټېشن
له لارې د شرکت کړنې، لاسته راوړنې، موخې او اړتیاوې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې
کړې.
د غونډې په جریان کې؛ د اوبو په برخه کې د سره صلیب دفتر مرستیال ښاغلي
ماریو او د ښاري چوپړونو متخصص ښاغلي ریچرډ د روغنیاتو، اوبو پمپونو، اوبو میټرونو
او جنرېټرونو ترمیم یا تبدیل په برخو کې، چې د اوبو رسولو شرکت له اړینو اړتیاوو
څخه ګڼل کېږي، د همکارۍ وعده وکړه.