SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس د کابل ښار اتم زون...



د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس د کابل ښار اتم زون توليدي او د وېش سايټونو څخه لېدنه وکړه

1400-12-10


درینۍ د کب 10مه 1400

د اغيزمنو چوپړونو، د ستونزو هوارۍ او تر پلان لاندې سېمو ته د اوبو رسولو شبکو غزولو په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي، د شرکت مالي او اداري رئیس ښاغلي ضیاءالحق همتي او د کابل زون د اوبو رسولو رئیس ښاغلي فرهاد نورزي په ملتیا، د قصبې، خواجه رواش ښارګوټي او امین آباد سېمو د اوبو رسولو شرکت له توليدي او وېش سایټونو څخه لېدنه وکړه.

د شرکت لوی رئیس د کابل ښار اتم زون د اوبو رسولو څاګانو، ذخېرو او شبکو څخه د ليدنې او د یاد زون د آمر او تخنيکي کارکوونکو د ستونزو، اندونو او وړانديزونو له اورېدو وروسته وویل؛ د شرکت مشرتابه او مسؤلین په پام کې لري، چې د تخنيکي ستونزو د هوارۍ او د کابل ښار اوسېدونکو ته د اوبو رسولو چوپړونو پراخولو په موخه اغېزمن پلانونه پلي کړي.

همدارنگه د شرکت لوی رئیس د یادې سېمې له اوسېدونکو سره د لېدنې په ترڅ کې د هغوی ستونزې، اندونه او وړاندېزونه واورېدل او د هراړخېزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.