SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شو...



د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شوه.

1401-03-15


یونۍ 15 غبرګولی 1401

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مسئولینو لومړنۍ ناستې په موخه د شرکت اداري غونډه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او مرکزي رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د ټولو زونونو او دویمي واحدونو مسئولینو سراسري غوڼدې ترسره کېدل یو ارزوونکی ګام وباله او زیاته یې کړه چې؛   د مسئولیت منل، ارزونه او روڼتیا، ښاریانو ته د موثرو چوپړونو وړاندې کول، د شرکت پر وړاندې د شته ننګونو او ستونزو څېړنه، د شبکو پراختیا څرنګوالی او د عوایدو او پورونو راټولول به په راتلونکي غونډه کې د بحث اړین ټکي وي.

د غونډې په دوام کې رئیسانو او آمرینو په خپل وار په غونډه کې د شته موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې چې په پای کې د شرکت لوی رئیس له لورې لازمې پرېکړې ترسره او مسئولینو ته د اړتیا وړ لارښوونې وشوې.