SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شو...



د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شوه

1401-11-05


د شرکت اداري پلاوي غونډه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس انجنیر نعمت الله احمدي په مشری، او د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.

پدې غونډه کې، چې د قرآن کریم د څو سپېڅلو آیاتونو تلاوت سره پیل شوه؛ د شرکت عمومي رئیس انجنیر نعمت الله احمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د مسؤولینو له خوا د هغوی د منظمو او دوامدارو چارو ترسراوي په موخه مننه وکړه او د چارو په چټکتیا یې ټينګار وکړ. زیاته یې کړه: مسؤولیتونه له اجرا پرته ډېرېږي او په سپارل شوو چارو کې د ځنډ لامل کېږي؛ له همدې امله باید په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

ورپسې، د دفتر عمومي آمر ښاغلي احمد شاه ظفر په آجنډا کې شامل لکه استملاکات، د اوبو رسولو تاسيساتو او تجهيزاتو ساتنه، په ټولو زونونو او دویمو واحدونو کې د برېښنايي حاضري او د هغو مدیریت، د کارمنانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړول، د پېرودونکو چوپړونو کړنلارې په موادو کې تعدیلات، په تعرفو کې د قېمت ټاکل او د ورکو او ناقانونه  پېرودونکو تثبیت موضوعات وړاندې کړل، چې داړوندو مسؤولينو لخوا پرې خبرې اترې وشوې، د هر اړخیزې ارزونې او غور څخه وروسته د شرکت مشرتابه له خوا پرې لازمې پرېکړې او لارښوونې ترسره شوې.