SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د یونیسف له لوري د اوبو رسولو شرکت ته نږدې ۱۷...



د یونیسف له لوري د اوبو رسولو شرکت ته نږدې ۱۷۰ کیلومتره پولی‌ایټلین ډوله پایپ مرسته

1402-01-01


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوقUNICEF) ) محترم دفتر د اوبو رسولو د شبکو پراختیا او زړو پایپونو بدلولو په موخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت سره ۱۶۸ کیلومتره پولی‌ایټلین ډوله HDPE)) پایپ چې سایز یې له ۶۳ څخه تر ۱۶۰ ملي مترو پورې رسېږي، مرسته وکړه.

د اوبو رسولو شرکت ته د یونیسف استازو له لوري د یادو اجناسو د سپارلو پر وخت چې د اوبو رسولو د شرکت عمومي رییس محترم انجنیر نعمت الله احمدي، عملیاتي رییس او د تخنیکي ریاست سرپرست محترم انجنیر میرویس نظیمي، تجارتي رییس محترم انجنیر عبدالمتین مطمین او د شرکت د عملیاتي او تخنیکي ریاستونو ځینو آمرینو او انجنیرانو حضور لاره، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس محترم انجنیر نعمت الله احمدي د یونیسف له دوامداره مرستو د مننې تر څنګ زیاته کړه: د اوبو رسولو شرکت په ټولو زونونو کې ډېرې پراختیایي پروژې تر کار لاندې لري چې دا پایپونه ورته باارزښته مرستې ګڼل کېږي.

همدارنګه د شرکت عمومي رییس زیاته کړه: دا پایپونه به د ځینو زړو شبکو د تعویض په موخه په ځانګړي ډول په کابل ښار کې وکارول شي.