rtl
1402-02-13
د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د اجرایه پلاوي ناسته د اوبو رسولو د شرکت عملیاتي رییس
او د تخنیکي ریاست سرپرست ښاغلي انجنیر میرویس نظیمي په مشرۍ د شرکت مرکزي آمرینو
او رییسانو په ګډون سره ترسره شوه.
دا ناسته چې د
کلام الله مجید په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، د شرکت د عمومي ریاست د دفتر آمر ښاغلي
احمد شاه ظفر په اجنډا کې شته موضوعات د ناستې حاضرینو ته وړاندې کړل.
د ناستې په دوام
د شرکت د اجرایه پلاوي غړو په خپل وار سره د جنسونو او شتو ساتنې، پورونو،
استملاکونو او د شرکت قراردادونو اړوند موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
په پای کې د شرکت
د اجرایه پلاوي درنو غړو اړینې او هر اړخیزې پریکړې وکړې.