SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او د مالیې وزارت د داخلي پلټنې ریاستونو ترمنځ ګډه ناسته

1402-02-20


د مالیې وزارت د داخلي پلټنې ټاکلي پلاوي وړاندې کړي راپور د پلي کېدو د لارښوونې په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت او د ا.ا.ا د مالیې وزارت د داخلي پلټنې عمومي رییسانو د دواړو ریاستونو د مرکزي رییسانو او آمرینو په شتون ګډه ناسته جوړه شوه.

دا ناسته چې د کلام الله مجید څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مالیې وزارت د داخلي پلټنې عمومي ریاست له لوري د دولتي شرکتونو څارنه او څېړنه د روڼتیا او مسوولیت منلو په رامنځته کېدو کې ارزښتمنه وګڼله زیاته یې کړه: د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مشرتابه مقام د مالیې وزارت د داخلي پلټنې درانه پلاوي موندنې ارزښتمنې ګڼي او په خپلو چارو کې هرډول ځواب ویلو ته حاضر دی.

ورپسې د مالیې وزارت د داخلي پلټنې عمومي رییس ښاغلي انجنیر عبدالطیف خالد د اوبو رسولو شرکت چې یو خدماتي شرکت دی، د بریالیو او سالم مدیریت لرونکو شرکتونو له ډلې څځه وګاڼه، د ټاکلي پلاوي د راپور د پلي کېدو څرنګوالي په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په دوام د مالیې وزارت د داخلي پلټنې مسوولینو او د اوبو رسولو د شرکت رییسانو د یاد راپور د جزیاتو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې او د موندنو د پلي کېدو څرنګوالي اړوند یې اړینې پرېکړې وکړې.