SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت او دنيا پوهنتون ترم...



د اوبو رسولو امارتي شرکت او دنيا پوهنتون ترمنځ د تړون لاسلیک

1402-12-12


د ظرفيت لوړولو او د اوبو رسولو شرکت کارمندانو او پیرودونکو د لوړو زدکړو(لیسانس او ماسټرۍ) او ابتدايي دورې(لیسې) د دوام په موخه د شرکت لوی رئیس انجنير نعمت الله احمدي د دنيا علمي مجمع (دنيا خصوصي پوهنتون او ليسو) سره تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون په اساس د اوبو رسولو شرکت ټول کارمندان، د هغوي د کورنۍ غړي او اوبو رسولو شرکت فعاله پيرودونکي چې د شرکت له لورې پوهنتون ادارې ته ورپيژندل کيږي، کولای شي په تحصيلي دوره، ليسې او لنډمهالي کورسونو کې د (%50 څخه تر%57) ځانګړي تخفيف سره ګډون وکړي.

د يادونې وړ ده چې دا تړون صرف د يوېتحصیلي دورې لپاره دی، د 1403 بهاري سمستر څخه پيل کيږي او ازموينې د کب په (18) تاريخ اخيستل کيږي