SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | لوی رئیس: نوښتونه د کاري بهير زيږنده ده؛ هر ک...



لوی رئیس: نوښتونه د کاري بهير زيږنده ده؛ هر کارمند په خپل کاري چاپيريال کې اجرايوي واک لري چې چارو ته وده ورکړي.

1402-12-13


د اجرايوي کميټې ناسته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کې، د ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي په مشرۍ د شرکت اجرايوي کميټې غړيو، مرکزي رئیسانو او امرينو په ګډون ترسره شوه.

د شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په ياده ناسته کې د کارمندانو مسوليتونو او صلاحیتونو په اړه وغږید او زياته يې کړه: هر کارمند په خپل وار سره د کاري پروسې د ودې اجرايوي واک لري؛ نو بنا ډيری نوښتونه او نوې طرحې کاري پروسه کې رامنځته کيږي.

همدا رنګه د شرکت لوی رئیس د نويو چارو د چټکتيا لپاره صداقت اړين وباله او زياته يې کړه: کړنې بايد په معین وقت کې ترسره شي.

په دوام کې د اجرايوي کميټې غړيو د اجنډا شامل( طلبات، مقرریو، قرارداديانو او مالي اداري مطالبو) موضوعاتو په اړه بحث، د نظر تبادله  او اړين تصمیمونه ونيول ، په پای کې د شرکت لوی رئیس له لورې لازمې لارښوونې وشوې.