SF2COQI5RC4X3FLL
1402-12-17
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په یوه ناسته کې چې د
کابل زون له مسؤلینو او میټر لوستونکو سره درلوده وفرماییل: فعال، نیمه فعال او غیر
فعال چې د لادرک، مقروض،خیالي، غیر فعال او فعال پيرودونکو له جملې څخه دي ډیر ژر
تثبیت او په نوي ډیټابیس کې درج کړل شي.
لوی رئیس زیاته کړه: له
هغو وسایلو چې مونږ ترې ګټه اخلو د ملت له لورې مونږ سره امانت دي؛ نو بنا د غیر
فعاله پیرودونکو په تثبیت سره باید نور هیوادوال د څښاک صحي اوبه څخه مستفید شي.
د ناستې په دوام کې د
کابل زون رئیس ښاغلي انجنیر شفیع الله زاهدي، د کابل زون تجارتي امر کرامت الله
فاتح او یو شمیر میټر لوستونکو عوایدو لاسته راوړلو د ودې، بل ورکول او میټر
لوستلو، د خدماتو پر وړاندې خنډونو په اړه خپل نظرونه او غوښتونې شریکې کړلې او د
شرکت لوی رئیس له لورې خنډونو ته د رسیدنې وعده ورکړل شوه او د کاري بهیر د چټکتیا
په اړه لازم هدایات وشول.