rtl
1403-02-01
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د
اجرایوي کمیټې ناسته د لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ اجرایوي کمیټې
غړو، مرکزي رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.
د شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي
د غوره خدمتونو د مکانیزم په ترتیب، پلان جوړونې او حاضرۍ په تطبیق د کاري ننګونو
په موندلو او خنډونو لمنځه وړلو باندې د تاکید ترڅنګ زیاته کړه: د کاري پلانونو،
لارښونو او چارو څارنه مو خپل اصلي موخې ته چې هیوادوالو ته د څښاک صحي اوبو رسول
دي نیږدې کوي.
په پای کې د غونډې ګډونوالو له لورې په اجنډا کې د شاملو موضوع ګانو( د قراردادونو تمدید، د
پورونو مطالبه، د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت د سافټویرونو نوي کولو او د شرکت نورو
اداري چارو) په اړه بحث د نظرونو تبادله، لازمې لارښونې او هراړخیز تصمیمونه ونیول
شول.