rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت مدیره پلاوی ناسته ت...



د اوبو رسولو امارتي شرکت مدیره پلاوی ناسته ترسره شوه

1403-05-20


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي قاضي نعیم الدین عمر په مشرۍ او د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي، د کور او ښار جوړونې وزارت ، اقتصاد وزارت او د امارتي شرکتونو لوی ریاست څخه د مدیره پلاوي او د (آمو الک اشورنیس کابل کمپنیو) مسؤلینو په حضور د امارتي شرکتونو په تالار کې ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، په دوام یې دښاري اوبو رسولو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د غونډې د موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د آمو الک او اشورنیس کابل کمپنیو مسؤلینو خپلې موندنې چې له ۲۰۱۴ م کال څخه د ۲۰۲۳ م کال د مارچ تر میاشتې پورې د اوبو رسولو شرکت زونونو او دوهمي واحدونه موجودي او څیړلي وو د مدیره پلاوي محترمو غړو سره شریک کړل.

د غونډه په دوام د اوبو رسولو شرکت مالي او اداري چارو رئیس ښاغلي ضیا‌ء الحق همتي د بهرنۍ پلټنې ( آمو الک او اشورنیس کابل کمپنیو ) د موندنو به اړه مفصل معلومات وړاندې کړل چې د مدیره پلاوي د رئیس او محترمو غړو قناعت يې حاصل او په پای کې د شرکت محترم مدیره پلاوی د یادې پلټنې د تاییدي فیصله صادر کړه.