rtl
1403-05-23
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجراییوي کمیټې
غونډه د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په
مشرۍ د اجراییوي کمیټې محترمو غړو، مرکزي رئیسانو او امرینو په حضور ترسره شوه.
د یادې غونډې په پيل کې لوی رئيس ښاغلي انجنیر نعمت الله
احمدي د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د دریمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ د څرګندولو
په ترڅ کې د حق او ازادۍ د لارې د شهیدانو پاکو روحونو ته د دعا ترڅنګ زیاته کړه:
په تیرو شلو کلونو کې د غیور ملت د فی سبیل الله جهاد او بیسارې قربانۍ په پایله کې
هیواد له اشغال څخه ازاد او الله تعالی د فتحې په خوشحالۍ ونازولو، اوس پر مونږ ده
ترڅو د هیواد د ترقۍ او ودانولو په خاطر له پوره زیار او هوښیارتیا څخه کار واخلو
تر څو خپل هیواد یو له ځان بسیا هیوادونو څخه وګرځوو.
د غونډې په دوام د دفتر عمومي امر احمدشاه ظفر د تیرې ناستې
د پریکړو تطبیق په اړه لنډ راپور وړاندې کړ، ورپسې په اجنډا کې د شاملو موضوعګانو
لکه( د شرکت قراردادونه، پورونه، اختصاصي بودجه او حقوقې موضوعګانو) په اړه د غونډې
ګډونوالو له لورې بحث، د نظرونو تبادله او په پای کې د رهبرۍ مقام له لورې هراړخیزې
پریکړې ونیول شوې.