rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس د فاریاب ولایت د اوبو رسولو آمریت څخه لیدنه ترسره کړه

1403-07-18


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» د شرکت عملیاتي رئیس ښاغلي انجینر نصیر احمد «احمدي» او د شمال زون د ښاري اوبو رسولو رئیس ښاغلي مولوي عبدالربی «کامران» په ملتیا یې د فاریاب ولایت د اوبو رسولو له آمریت څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د فاریاب ولایت د ښاري اوبو رسولو مسئولینو د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ښار اوسیدونکو ته د یاد آمریت د وړاندي شویو خدماتو راپور په مفصل ډول وړاندې کړ، او همدارنګه په دغه اداره کې مسؤلینو د هغو ستونزو او وړاندیزونه یادونه وکړه چې د اوبو رسولو خدماتو لپاره ګټور تمامیږي، چې د شرکت د لوی رئیس له لوري ورته یادو وړاندیزونو او ستونزو ته د رسیدو اطمینان ورکړل شو.

وروسته له دې د شرکت لوی رئیس د ورسره پلاوي په ملتیا د فاریاب ولایت د اوبو رسولو آمریت د اوبیزو سرچینو ، انتقالي، او توزیعي پروژو څخه لیدنه ترسره کړه