rtl
1403-07-19
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتې شرکت لوی رئیس مولوی غلام الرحمن «کظیم» د جوزجان ولایت د والي ښاغلي قاري ګل حیدر «شفق» سره د یاد ولایت اوسیدونکو ته د ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو
او د اوبو رسولو د پروژو ساتنې، وسعت او لا ښې همغږی په موخه ولیدل.
په دغه لیدنه کې د شرکت
لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» د اوبو رسولو امارتې
شرکت د لاسته راوړنو، پروژو او کړنو په اړه د ولایت مقام رهبری ته مفصل معلومات وړاندې
کړل، او د یاد ولایت اوسیدونکو ته د اوبو رسولو شبکو د پروژو پراختیا په برخه کې یې
د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړه.
په همدې لیدنه کې د
جوزجان ولایت والي ښاغلي قاري ګل حیدر «شفق» په داسې حال کې چې د ښاري
اوبو رسولو امارتي شرکت د رهبری مقام او مسؤلینو د نه ستړی کیدونکو هڅو ستاینه یې
وکړه، د یاد ولایت اوسیدونکو ته د څښاک پاکو اوبو پر اهمیت خبری وکړې او یادونه یې
وکړه چې ولایت مقام ښاریانو ته د څښاکو د پاکو اوبو په برابرولو کې د دوامدارې
مرستې ته تیار دی.
د ولایت مقام رهبری له
ملاقات وروسته د شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوی غلام الرحمن «کظیم» د شبرغان د اوبو
رسولو دکار لاندې لویې پروژې او نورو تولیدي او توزیعي پروژو له تأسیساتو او په
دغه ولایت کې د اوبو رسولو د نورو سرچینو څخه لیدنه وکړه او د اوبو رسولو د ښه چوپړتیاوو
د لا ښه والې لپاره یې لازمې لارښوونې وکړي.