rtl
1403-07-23
د امارتي شرکتونو رهبرۍ
مقام په لارښونه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو د چارو ریاست
لپاره ښاغلی انجنیر فایق الله جمال او د دفتر لوی آمریت لپاره ښاغلی شکيل احمد خیر
خواه ( قاري ذاهب) د شرکت لوی رئیس ښاغلي غلام الرحمن کظیم له لورې د شرکت مرکزي رئیسانو او امرینو په حضور کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي
شول.
دا مراسم چې قرآنکریم د
سو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول؛ په پیل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو
امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د مبارکۍ څرګندولو ترڅنګ وویل
د مسؤلیت منل د هر فرد ایماني او وجداني دنده ده او نوی ټاکل شوی رئیس او لوی آمر يې وړ او لوستي اشخاص وبلل او دالله تعالی له لورې ورته د ښه خدمت توفیق
ورکولو غوښتونکی شو.
په پای کې د فاضلابو د
چارو ریاست لپاره نوي ټاکل شوي رئیس ښاغلي انجنیر فایق الله جمال او د دفتر لوی آمریت لپاره ټاکل شوی لوی آمر ښاغلي شکیل احمد خیرخواه (قاري ذاهب) په خپل
نوبت خبرې وکړې د رهبرۍ مقام له اعتماد او حسن نیت څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ یې
ژمنه وکړه چې د چارو د سمون لپاره به له هر ډول هڅو څخه ډډه نه کوي