rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجر...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

1403-07-25


د کاري بهیر د چټکتیا، د لا ښې همغږۍ د ټینګښت او هیوادوالو ته د اغیزمنو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مقر کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم په مشرۍ د اجرائیوي کمېټې غړو، مرکزي رئیسانو او امرینو په حضور کې د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه.

په پيل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د ورځیني کاري وخت څخه د مناسبې ګټې اخیستنې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د ورځې ټاکل شوي کاري ساعتونو څخه باید د امکان تر حده ګټه واخیستل شي او اړینه ده چې په کاري وخت کې لنډ مهاله رخصتۍ ته لاسرسی محدود شي.

د شرکت لوی رئیس د کاري بهیر چټکتیا د شرکت له لومړیتوبونو څخه وبلل او نویو نظریاتو په رامنځته کولو یې ټینګار وکړ.

د ناستې په دوام مرکزي رئیسانو او امرینو له لورې په اجنډا کې د شاملو موضوعګانو لکه ( د شرکت قراردادونو عقد، تمدید او پای ته رسول، په ټولو زونونو او دوهمي واحدونو کې د اداري چارو تنظیم، د طلباتو راټولولو څرنګوالی، د اوبو تولید زیاتولو او نوي څاه ګانو کیندلو) په اړه د نظرونو تبادله او هر اړخیزې پریکړې وشوې او په پای کې د شرکت رهبرۍ مقام له لورې اړینې لارښونې وړاندې شوې.