rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د کابل ښار فاضلابو د تصفیه خونو څارنه او ارزونه وشوه

1403-08-09


د معیاري کولو، چاپیریال ساتنې او فاضلابو د مدیریت په موخه په کابل ښار کې د فاضلابو د تصفیه خونو سېستم د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی ریاست له لورې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوې.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولي غلام الرحمن کظیم او د فاضلابو د چارو رئیس ښاغلی فایق الله جمال د فاضلابو د چارو یو شمیر انجنیرانو په ملتیا د ( ترسټ لایټ، ګرین روټ او نوي صفا) خصوصي تصفیه خونو څخه په فزیکی (ABR) بیولوژیکی (AF) کیمیاوی (PGF) او سیټ لر څانګې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیولې.

د شرکت عمومي رئیس او د فاضله موادو د چارو رئیس د تصفیه خانو سیستم د ارزونې په ترڅ کې د تصفیه خانو په سیستم کې د ځینو نواقصو په لرې کولو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه: د فاضله اوبو معیاري تصفیه، د ترلاسه شویو اوبو څخه سمه ګټه اخیستنه، د چاپیریال ساتنه، د سطحي اوبو او د ځمکې لاندې زیرمو د ککړتیا مخنیوی د تصفیه خانې سیسټم په رامینځته کولو کې یو له اصلي عناصرو څخه دی ، او د فاضله اوبو د تصفیه کولو ټولي تصفیه خانې باید دا اصول په پام کې ونیسي.

د یادونې وړ ده چې یادې تصفیه خونې د ورځې پنځه زره متر مکعب ککړې اوبه له کابل ښار څخه راټولوي او له تصفیې وروسته یې له پاکو اوبو څخه په کرنیزو څانګو کې ګټه اخلي.