rtl
1403-07-03
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظيم د یاد شرکت عملیاتي رئیس
ښاغلي انجنیر نصیر احمد احمدي په ملتیا د قرغې بند د اوبو تولید او لیږد پروژې،
تولیدي مرکزونو او د کابل ښار د دوهم او اووم زون له امیریتونو څخه لیدنه ترسره کړه.
د شرکت لوی رئیس د قرغې
بند څخه د کابل ښار باغ بالا لس زره متر مکعب ذخیرې ته د اوبو د لیږد پروژې د کاري
پروسې څخه د لیدنې ترڅنګ د پروژې پلی کوونکي شرکت له مسؤلینو سره ولیدل او پر ټاکلي
وخت د پروژې د پای ته رسولو تاکید یې وکړ.
همدارنګه د شرکت لوی رئیس
له کاریزونو، اوبو د تولید څاه ګانو او د کابل ښار د دوهم او اووم زون له امریتونو
څخه د لیدنې او د اوبو رسولو شرکت له کارکوونکو د ستونزو، پلانونو او وړاندیزونو
اوریدلو ترڅنګ یې وعده وکړه چې د هغوي په پلانونو او وړاندیزونو به هر اخیز بحث
وشي، او په پای کې لوی رئیس هیوادوالو ته د لا ښه خدماتو وړاندې کولو په موخه اړینې
لارښونې وکړې.