rtl
1403-08-21
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د کابل زون ریاست له
عملیاتي آمر او د یاد ریاست د کابل ښار د اته ګونو زونونو له آمرینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کابل
زون ریاست عملیاتي آمر ښاغلي قاضي امین الله سلطاني د دې امریت د کړنو په اړه
معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د کابل ښار د اته ګونو زونونو کارمندان د شپې
او ورځې هڅه کوي تر څو د اوبو رسولو شرکت پيرودونکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.
په دوام کې د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د مسؤلینو د
نه ستړې کیدونکو هڅو ستاینه وکړه او کابل ښاریانو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کولو
په اړه یې زیاته کړه: د خدماتو پراختیا او د مؤثرو خدماتو وړاندې کول دوامداره هڅو
او نوښت ته اړتیا لري؛ نو په د اساس هر فرد باید په خپل کاري چاپيریال کې خپل مسؤلیت
په ښه توګه ادا کړي.
همدارنګه د شرکت لوی رئیس
وویل په نږدې راتلونکي کې به د ټولو زونونو څخه له نږدې لیدنه وکړي او د دوي وړاندیزونه
او ستونزې به حل کړل شي.