rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو تولیدي، لیږدونکي او توزیعې سایټونو کې د لمریزې برېښنا څخه ګټه اخیستنه

1403-08-22


د لګښتونو کمولو د او کابل ښار اوسیدونکو ته د څښاک د صحي اوبو رسولو خدماتو کې د پراختیا په موخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوګر پروژې تولیدي، لیږدونکې او توزیعي سايټ به د لمرېزې برېښنا په سیستم سمبال شي.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظيم د لوګر پروژې د اوبو رسولو سایټ څخه د لیدنې پرمهال وویل: د لمریزې برېښنا څخه ګټه اخیستنه نه تنها دا چې د لګښتونو کمولو او د اوبو د تولید زیاتولو کې مرسته کوي د هوا د ککړتیا مخنیوی هم کوي.

د شرکت لوی رئیس زیاته کړه: د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اوبو رسولو سایټونه په  لمرېزې برېښنا  سمبالولو پروسه جریان لري؛ او ټاکل شوې چې د اوبو رسولو ټول توزیعي او تولیدې سایټونه په لمرېزې برېښنا سمبال شي.