rtl
1403-11-02
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د اوبو رسولو
شبکو پراختیا، د اغیزناکو چوپړتیاوو وړاندې کولو او فاضلابو مدیریت په موخه د نړیوال
بانک له استازو سره په آنلاین بڼه وغږید.
یاده ناسته چې د مرکزي رئیسانو
په ګډون ترسره شوه د شرکت اجرائیوي رئیس د فاضلابو د مدیریت او اوبو رسولو شبکو د
پراختیا په موخه د شرکت د پلانونو، فعالیتونو او برنامو په اړه د معلومات ورکولو
ترڅنګ څرګنده کړه: د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مسلکي ټیمونو او
تجربه لرونکو انجنیرانو په درلودلو سره د هیواد د اکثرو ولایتونو کې د اوبو رسولو
پروژې او فاضلابو تصفیه خونو سروې او ډیزاین ترسره کړی چې د تطبیق لپاره چمتو دي.
د شرکت اجرائیوي رئيس زیاته
کړه د نړیوالو بنسټونو مرستې او همغږي د دې لامل کیږي چې هیوادوالو ته د اوبو
رسولو چوپړتیاوې ګړندۍ او پراخې کړي.
په دوام کې د نړیوال بانک
مرکزي دفتر د فاضلابو او اوبو رسولو څانګې مسؤل ښاغلي ژیمین ماو په هیواد کې د دې
بنسټ د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: دا بنسټ
د نورو نړیوالو بنسټونه سره په همغږۍ د بشر دوستانه مرستو په چوکاټ کې په لېرې
پرتو سېمو او لویو ښارونو کې د اوبو رسولو او فاضلابو مدیریت په موخه برنامې په
پام کې لري او هیله ده چې د اوبو رسولو شرکت په همغږۍ یادې برنامې تطبیق کړي.
په پای کې و ټاکل شوه چې
په راتلونکو ناستو کې د همغږۍ څرنګوالي په اړه په تفصیل خبرې او اړینې پرېکړې وشې.