rtl
1403-11-10
په ختیځ زون کې د شرکت د
چوپړتیاوو پراخولو او فاضلابو د چارو مدیریت په موخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو
امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د شرکت په مقر کې د ختیځ
زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست
له رئیس ښاغلي مولوي یار محمد محمدي سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو د ختيځ زون رئیس د زون د فعالیتونو او لاسته راوړنو
په اړه د مفصل راپور وړاندې کولو ترڅنګ په جلال آباد ښار کې د فاضلابو د غیر
متمرکزه تصفیه خونو جوړولو د طرحې وړاندیز وکړ.
په دوام یې د
شرکت اجرائیوي رئیس د وړاندیز شوې طرحې د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه: د فاضلابو تصفیه
نه یوازې د چاپیریال ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا مخنیوی کوي او تصفیه شوې
اوبه یې د کرکېلې په برخه کې اساسي رول لوبوي بلکې که له فاضلابو کیمیاوي سره جوړه
کړل شي د شرکت په اقتصاد به مثبت اغیز ولري.
همداراز د شرکت
اجرايوي رئیس وویل: د چوپړتیاوو پراخوالي کې نوښت لا ډير مثبت اغیز لري؛ نو باید هڅه
وکړو چې د ټولو چارو په ترسره کولو کې له بېلابېلو ليدلورو ارزونه وکړو، ترڅو غوره
پایلې ترلاسه کړو.