rtl
1403-11-17
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» د دایکندي ولایت
والي ښاغلي مولوي نجیب الله «رفیع» سره په لیدنه کې وویل: د دايکندي ولايت په نيلي
ښار کې د اوبو رسولو خدمتونو د وړاندې کولو سروې چارې بشپړې شوې او د ډيزاين چارې یې
٩٠ سلنه بشپړې شوې دي.
د اوبو رسولو شرکت اجرائیوي
رئیس زیاته کړه: د اوبو رسولو امارتي شرکت د کاري پلان مطابق، د نیلي ښار د اوبو
رسولو پروژي د کار تطبیق په ډیر ژر شروع شي، او د دې ولایت اوسیدونکې به د څښاک
پاکو اوبو څخه برخمن شي.
په دوام یې د دایکندي ولایت
والي ښاغلي مولوي نجیب الله «رفیع» د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت مسؤلینو د
دوامداره هلو ځلو او کوښښونو چې هیوادوالو ته یې چوپړتیاوي وړاندې کړي مننه وکړه
او زیاته یې کړه: دایکندي ولایت د هېواد یو له محرومو ولایتونو څخه دی چې عامه خدمتونو
په ځانګړې توګه د اوبو رسولو خدمتونو ته اړتیا لري.
په اخیر کې د اوبو رسولو
امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د دایکندي ولایت مقام ته ژمنه ورکړه، چې د اوبو رسولو
پروژې د تطبیق چارې به ګړندۍ کړي.