rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرایوي رئیس سره او...



د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرایوي رئیس سره اوبو رسولو خصوصي شرکتونو د اتحاديې غړو ناسته

1403-11-25


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرايوي رئیس د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو اتحاديې له غړو سره ولیدل.

د یادې ناستې په پيل کې د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو اتحاديې رئیس نعمت الله سردارزاده د اوبو کمښت، اقلیمي بدلونونو او د ځمکې لاندې اوبو ښکته تللو او د نظام له لورې د اوبو د تعرفو د احتمالي ورته کولو په اړه وغږید، او په دې توګه یې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د ناستې په دوام کې د شرکت اجرايوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم ډاډ ورکړ چې دا شرکت به تل د خصوصي شرکتونو ملاتړ کوي او د دې اتحاديې په مرسته به د هغو اوبو رسولو خصوصي شرکتونو مخه ونيسي چې د خلکو له مجبوريت څخه سؤ استفاده کوي په هغوي د اوبو لوړې تعرفې وضعه کوي.

همدارنګه د شرکت اجرايوي رئیس زیاته کړه: مونږ د اوبو رسولو په برخه کې د خصوصي سکتور او پانګه والو هرکلی کوو او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو یو.