SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

د داوطلبۍ فرصتونه


کورپاڼه | د داوطلبۍ فرصتونه | د شرکت زونونو د اړتیا وړ میټرونو داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا



د شرکت زونونو د اړتیا وړ میټرونو داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

دونۍ 13 چنګاښ 1401 د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د داوطلبۍ په لاندې پروسې کې ګډون وکړي؛ د 1401 مالي کال لپاره د شرکت زونونو د اړتیا وړ له اسبابو پرته (د فیټنګ باب پرته) 5750 عدد نیم انچ میټرونو تدارک پروژې لومړۍ برخه او همدارنګه د آفر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا هم نغدي بڼه 220،000 دوه سوه شل زره افغانۍ دي. د 1401 مالي کال لپاره د شرکت زونونو د اړتیا وړ سره له اسبابو (مکمل الاسباب) 1950 عدد نیم انچ میټرونو تدارک پروژې لومړۍ برخه او همدارنګه د آفر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا هم نغدي بڼه 210،000 دوه سوه لس زره افغانۍ دي. چې د داوطلبۍ ګڼه یې UWASS.soc/1401/NCB/G/008 ده ګډون وکړئ او د 300 افغانیو په مقابل کې چې بیرته نه ورکول کېږي، اړونده شرطنامه د تدارکاتو له ریاسته لاس ته راوړئ او خپل آفرونه مو په شرطنامې کې د شته شرط او د تدارکاتو قانون او کړنلارې پربنسټ په سرپټې بڼه د خبرتیا له اعلانه تر 21 تقویمي ورځو پورې د سهار تر 10:00 بجو پورې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست چې پته یې د غونډۍ سر، نور محمد شاه مېنه (نوی کارته)، اتمه ناحیه، کابل دی، ته وړاندې کړئ، له یادې نېټې وروسته او انټرنټي آفرونه په هیڅ ډول نه منل کېږي، د یادې پروژې آفر خلاصونې غوڼده په شرطنامې کې موجودې نېټې د سهار لس 10:00 بجې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست کنفرانسونو خونې کې ترسره کېږي.

فایل: ډونلوډ