SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

د شرکت عمومي رییس پیغام


کورپاڼه | د شرکت عمومي رییس پیغام



د شرکت لوی رئیس پیغام

وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ  (او له اوبو نه مو هر شی ژوندی وګرځولو) انبياء سورت، ۳۰م مبارک ایت

د پورتني آیت له مخې، الله (ج) د اوبو ارزښت چې د هغه (ج) د مخلوقاتو ژوند ورپورې اړه لري بیانوي، او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه حدیث له مخې په اودس او حتی د روان سیند تر څنګ هم د اوبو ضایع کول منع ګرځول شوي دي. دا نو زموږ مسئولیت دی چې د دې حیاتي مادې ستاینه او ساتنه وکړو او له اسرافه یې مخنیوی وکړو.

زموږ ګران هیواد افغانستان د نورو معدني مرکباتو سره سره په اوبو هم بډای دی او خورا خوږې اوبه لري. لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، تر دې دمه موږ ونشو کولی چې اوبه په سمه توګه مدیریت کړو، په ځانګړي توګه زموږ د هیواد روانې اوبه؛ اما هغه اوبه چې موږ یې په ښارونو کې د څښلو لپاره کاروو اکثراً د ځمکتل څخه سرچینه اخلي، چې د وخت په تېرېدو او اوږدمهاله کارونې سره د دې سرچینو او زېرمو سطحې راټیټېږي.

د اوبو ناسمه کارونه د اوبو د زېرمو د وچېدو لامل کېدای شي. څرنګه چې د اوبو رسولو شرکت اصلي دنده د څښاک پاکو اوبو برابرول او د فاضلابو مدیریت دی؛ له همدې امله، موږ له خپلو ټولو پیرودونکو څخه غوښتنه کوو چې د دې شرکت سره په قوي باور او د هیواد پالنې احساس سره د اوبو لږښتونو په وخت سره تادیه کولو او د هغې بې ځایه مصرف مخنیوي سره همکاري وکړي، ترڅو ټول اوسني او راتلونکي نسلونه د څښاک پاکو اوبو څخه خوند واخلي، کوم چې د هر چا نه بېلېدونکی حق دی.

 

انجنیــر نعــمت الله احمــدی

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو

دولتــــي شرکـت لــوی رئیس