rtl
د کابل ښار ده مرادخان پروژه د اوبو رسولو شرکت د پراختیایي پروژو له ډلې ده چې د کابل ښار لپاره ده او د پلي کېدو کار یې 1397 کال زمري په 7 مې نېټې د قراردادي شرکت له لورې پیل شو، دا پروژه لاندې برخې لري: د یوې ډوبې څاه کیندنه او تجهیزات یې، د یوې 250 مټر مکعبه ارتفاعي ذخېرې جوړښت، د 14.4 کیلو مټره په اوږدوالي یوې شبکې جوړول، او د ساتونکو لپاره د يوې ښونې جوړښت. د دې پروژې ټول لګښت 48,674,610 افغانۍ دی چې د افغانستان دولت پراختیایي بودیجې لخوا پرې کېږي. دا پروژه به دپلي کېدو وروسته 2300 کورنیو ته د پاکو څښونکو اوبو خدمات په مستقیمه توګه او 521 کورنیو ته په غیر مستقیمه توګه وړاندې کړي.
د پروژې ځای | کابل |
---|---|
دپروژې حالت | بشپړې شوې |
د پیل نېټه | 2017-07-16 08:34:23 |
د پای نېټه | 2018-07-16 08:34:23 |
پلي کوونکی | د صفت ساختمانی او سرک جوړونې شرکت |
سلنه | 100 |
دپروژې قیمت | 48,674,610 AFN |
تر پوښښ لاندې نفوس | 2821 کورنۍ |