SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د زرنج ښار اوبو رسولو خدماتو ستونزې به ژر تر ...



د زرنج ښار اوبو رسولو خدماتو ستونزې به ژر تر ژره حل شي

1400-07-15


پنځنۍ، د تلې 15مه 1400
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجينير نعمت الله احمدي د نيمروز ولایت زرنج ښار اوبو رسولو رئیس سره په ليدنه کې ووېل: د زرنج ښار اوبو رسولو خدماتو ستونزې به ژر تر ژره حل شي.
په تېرو څو ورځو کې د نیمروز ولایت زرنج ښار اوبو رسولو په خدماتو کې د تخنيکي ستونزو له امله ځنډ رامنځته شوي و. په همدې موخه د ښاري اوبو رسولو لوی ریاست مشرتابه، د زرنج ښار له اوبو رسولو ریاست سره په همغږۍ ژمنه وکړه چې اړوندې ستونزې به ډېر ژر حل او د دغه ښار اوبو رسولو خدمات به په نورمال ډول بېرته پیل شي.