SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس د ICRC له استازي سره...



د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس د ICRC له استازي سره وکتل

1400-07-14


څلورنۍ، دتلې 14مه 1400
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د ICRC (د سرې میاشتې نړۍ والې کمېټې) د اوبو اوهستوګنې په برخه کې د سرې میاشتې استازي ښاغلي احمد قزويني سره لیده کاته وکړل.
دا کتنه چې د اوبو رسولو خدماتو په برخه کې د سرې میاشتې همکارۍ او مرستې څرنګوالي په موخه ترسره شوه، په پیل کې د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د سرې میاشتې نړۍ والې کمېټې د همکاريو او مرستو د چمتوالي له اعلانه مننه وکړه. نوموړي په مرکز او ولایاتو کې د پروژو او د اوبو رسولو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړل او هم يې له دې کمېټې څخه د لا ډېرو همکاريو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې ښاغلي احمد قزويني د کلورينو چمتو کولو او د کلورينو ترزيقوونکو ماشينونو بیارغولو، د پمپونو تبديلولو او بیارغولو، د تېلو تهیه کولو او د شرکت د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ ژمنه په ډاګه کړه او هم یې د سطحي اوبو او لمريزې برښنا څخه د ګټې اخېستنې په اړه د تخنيکي مطالعاتو په څرنګوالي خبرې اترې وکړې.
ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.