SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت لوی رئيس د لوګر اوبو رسولو ...



د اوبو رسولو شرکت لوی رئيس د لوګر اوبو رسولو پروژې له تاسيساتو ليدنه وکړه

1400-07-10


خالي، د تلې 10 مه 1400

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوي رئيس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي، د شرکت عملیاتي رئيس په ملتیا، د کابل ښار د لوگر اوبو رسولو پروژې له تاسيساتو ليدنه وکړه.

د شرکت لوی رئیس په یاد مرکز کې د کارکوونکو ستونزو اورېدو ترڅنګ، د دوی هڅې وستایلې او هم هېوادوالو ته په نورمال ډول د خدماتو وړاندې کولو غوښتونکی شو.

همداراز ښاغلي احمدي د شرکت کارکوونکو په ځانګړي ډول د توليدي څانګې کارکوونکو د ستونزو په حلولو کې د همکارۍ هر اړخيزه ژمنه وکړه.