SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت نوي ګمارل شوي لس تنه معرفي ...



د اوبو رسولو شرکت نوي ګمارل شوي لس تنه معرفي او په کار پیل وکړ.

1400-07-05


د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي لخوا د اړتیا پر اساس او په اړوندو چارو کې د ځنډ د مخنيوي په موخه لس نوي ګمارل شوي رئیسان، آمرين او عمومي مديران، د اوبو رسولو شرکت رييسانو، آمرينو او یو شمېرکارکوونکو په شتون کې، معرفي کړل.

مراسم د قرآن‌کریم د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول، د شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي نويو ګمارل شویو کارکوونکو ته د مبارکي ویلو تر څنګ دوی ته د لوی خدای ج څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

د یادولو وړ ده، چې په دې پړاو ګمارنو کې مولوي عبدالربي کامران د شمال زون د اوبو رسولو ریاست سرپرست په حیث، انجنیر ندي الله نیازی د ختيځ زون اوبو رسولو ریاست سرپرست په حیث، نصرت الله نوري د نشراتو او عامه اړيکو د آمر په حیث، نعمت الله نعماني د مالي او اداري ریاست د املاکو آمر په حیث، عبدالهادي عمري د تدارکاتو آمر په حیث، ذاهدالله تلاش د کابل ښار اوبو رسولو لومړي زون آمر په حیث، قاضي صفي الله عظيمي د کابل ښار اوبو رسولو دویم زون آمر په حیث، یوسف احمدي د تخنيکي ریاست له پروژو څخه د نظارت انجنیر په حيث، لطف الله عابد د ریاست مقام سکرتر په حیث او محمد رسول د کابل زون د نشراتو مدير په حيث معرفي شول