SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو په م...



د اوبو رسولو اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

1400-06-31


څلورنۍ،  31  وږی 1400

د اوبو رسولو اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو او ستونزو لمنځه وړلو په موخه د همغږۍ غونډه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ، د دې ریاست په مقام کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د شرکت عملیاتي رئیس انجنیر سردارولي ملکزي په مرکز او ولایاتو کې د اوبو رسولو خدماتو په اړه د تېرې میاشتې تفصيلي راپور پرزنټېشن وړاندې کړ.

ورپسې، د شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د خدماتو راپور، ستونزو او وړانديزونو له اورېدنې وروسته د چارو  ښو همغږي کولو او تنظيمولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې. غونډه د شرکت لوی رئیس لخوا د خیر په دعا پای ته ورسېده.