SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست سرپرست معرفي شو

1400-07-19


څلورنۍ، د وږي 24 مه 1400

د ا غونډه چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د ګوهر شاد بېګم د غونډو په تالار کې ترسره شوه، ښاغلی انجنير نعمت الله احمدي د ا.ا.ا لخوا رسماً د دې ریاست سرپرست معرفي شو، په دې غونډه کې د شرکت مرکزي رئیسانو، آمرينو او یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.

غونډه د قرآن‌کریم د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت سرپرست ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، هېوادوالو ته د اوبو رسولو غوره خدمتونو وړاندې کولو تر څنګ يې ملت ته خدمت، له فساده مخنيوی او د عدالت تامينول يې خپلې موخې وبللې.

ورپسې، د شرکت تخنيکي رئیس ښاغلي محمد لطیف مظفرخېل د دې شرکت د کارکوونکو په استازولۍ ښاغلي احمدي ته هرکلي وویل او اړوندو چارو کې یې ورته د بریا غوښتنه وکړه. نوموړي تر دې وخته هېوادوالو، په ځانګړي ډول د کابل ښار اوسېدونکو ته پرته له ځنډه د اوبو رسولو خدماتو وړاندې کولو يادونه وکړه، د اوبو رسولو خدماتو وضیعت ښه والي او د شرکت د زونونو او ولایتي واحدونو تر منځ یې د لا همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

غونډه د شرکت لوی رئیس لخوا د خیر په دعا پای ته ورسېده.