SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شو...



د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شوه

1400-09-21


یونۍ، د لیندۍ 21 مه 1400

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس په مشرۍ د شرکت اداري پلاوي، د اداري چارو چټکتیا او تنظیم، او ستونزو ته د رسېدنې په موخه غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم د څو سپېڅلو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

په پیل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

ورپسې، د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرينو د ماشین آلاتو او مالي تخصيصاتو تنظيم، او د اوبو رسولو شرکت او نورو قراردادي شرکتونو د پروژو د مالي ورکړو په وړانديزونو کې د تعديل په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، چې تر هر اړخیز بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې.