SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شو...



د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شوه

1400-10-09


پنځنۍ 9 مرغومی 1400

د شرکت اداري پلاوي غونډه د شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او د دغه شرکت اداري پلاوي غړو په ګډون ترسره شوه.

پدې غونډه کې چې د الله تعالی کلام په څو مبارکو ایتونو تلاوت پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي ویلو سره سره زیاته کړه چې؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت یوه خدماتي اداره ده چې د څښاک اوبو اړوند د خلکو ستونزو حلولو، د شرکت اوسني حالت ښه والي او د اوبو رسولو شبکو پراختیا په موخه موثره پلي کېدونکو طرحو ته اړتیا لري.

لوی رئیس د اداري پلاوي له محترمو غړو وغوښتل چې که د شرکت موخو ته د رسېدو لپاره هره اغېزمنه طرح لري باید د شرکت مشرتابه سره یې شریکه کړي. د شرکت لوی رئیس د نړیوالو ډونرانو جلبولو اړوند هم خبرې وکړې.

ورپسې بیا؛ د شرکت رئیسانو او امرینو په ترتیب سره د ځینو موضوعاتو لکه مالي او تخنیکي، قراردادونو، د 1401 مالي کال ګمارنو، د دولتي ادارو لپاره د فاضلابو تصفیو سیسټمونو ډیزاین بیا پیلولو او د کابل ښار 12 مې او 22 مې ناحیو اوبو رسولو پروژې چې د عامه او خصوصي ګډون له لارې پلي کېږي، اړوند خبرې وکړې چې د اندونو او وړاندیزونو راټولولو وروسته لازمې پرېکړې ترسره شوي.