SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



ښاغلی انجنیر بختیار اختیاري د اوبو رسولو شرکت د سوداګرۍ ريیس په توګه دنده پیل کړه.

1400-11-03


یونۍ، 3 مرغومی 1400

ښاغلی انجنیر بختیار اختیاري د یوې غونډې په ترڅ کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس له لوري، چې د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرینو هم ګډون درلود د شرکت سوداګرۍ رئیس په توګه معرفي کړ.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي له لوی څښتن څخه نوي ګمارل شوي رئیس ته په چارو کې د لا بریاوو غوښتنه وکړه. هغه رښتينولي، هڅه او قانون ته ژمنتیا، بریا ته د رسېدو په موخه درې اړين اصلونه وبلل. همدا راز د شرکت سوداګرۍ رئیس ښاغلي انجنیر بختیار اختیاري پر وخت د اړوندو چارو ترسراوي ژمنه وکړه.

غونډه د خېر غوښتنې په دعا پای ته ورسېده.