SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس د یونېسېف له استازي سره وکتل

1400-11-18


دونۍ، د سلواغې 18مه 1400

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي د اسیا لپاره د یونېسېف دفتر(ماشومانو لپاره د نړیوالې ټولنې بېړنی صندوق)  د اوبو برخې له سلاکار ښاغلي پيټر هاروې سره د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د شرکت مرکزي رئیسانو، د کابل زون اوبو رسولو رئیس او د اوبو په برخه کې د یونېسېف دفتر استازو هم ګډون درلود، وکتل.

د دې ناستې په پیل کې، چي د اوبو رسولو چوپړونو اړوند د یونېسف دفتر مرستو او همکاریو په موخه جوړه شوې وه، د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس د یونېسېف دفتر د مرستو له اعلانه د مننې ترڅنګ، په مرکز او ولایاتو کې د اوبو رسولو شرکت فعالیتونو، پروژو او چوپړونو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه همداراز هېوادوالو ته د څښاک پاکو اوبو اغېزمنو او لړیالو چوپړونو وړاندې کولو په پار د شرکت اړتياوې په ګوته کړې، او له یاد پلاوي څخه يې د لا ډېرو همکاريو غوښتنه وکړه.

ورپسې، د آسیا لپاره د یونېسېف دفتر د اوبو برخې سلاکار ښاغلي پيټرهاروې د اوبو رسولو شرکت سره په نورو برخو کې د همکاریو ژمنې ترڅنګ، زياته کړه؛ د یونېسېف اداره د اوبو له سکټور سره د خپلو همکاریو په دوام، ویاړي څو وکولی شي چې د اوبو رسولو شرکت سره هم خپلې مرستې ولري.