SF2COQI5RC4X3FLL
1400-11-27
څلورنۍ د سلواغې 27مه 1400
هېوادوالو ته د اوبو رسولو غوره
چوپړونو وړاندې کولو او د 1401 مالي کال پلان پلي کولو په موخه د شرکت اداري پلاوي
غونډه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي
په مشرۍ او د شرکت اداري پلاوي غړو په شتون کې، ترسره شوه.
دا غونډه، چې د کلام الله څو مبارکو
ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس
انجنیر نعمت الله احمدي د اداري پلاوي له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړه، تر څو پر وخت
د چارو ترسره کولو لپاره هڅې وکړي، د لا ښو او رڼو اجرااتو په موخه دې خپلې شننې راتلونکو
غونډو ته چمتو کړي.
ورپسې، د شرکت رئیسانو او آمرینو
په خپل وارپه اجڼدا کې شامل موضوعات لکه تخنيکي، د 1401 مالي کال پلان او ګمارنې، قراردادونه
او د لغمان ولایت سلطان غازي بابا ښارګوټي د اوبو رسولو پروژې په اړه غونډې ته معلومات
ورکړل، چې د ګډونوالو آندونو له اورېدو وروسته د شرکت لوی رئیس له خوا لازمې
پرېکړې ترسره شوې.