SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



په ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت کې د دعوت او ارشاد رئیس پېژندنه

1401-01-01


د وري لمړۍ 1401

ښاغلی مولوي محبت الله فیضاني د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي لوی رئیس له لورې د شرکت یو شمېر رئیسانو او آمرینو په شتون کې د دې ادارې کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد رئیس په توګه وروپېژندل شو.

پدې مراسمو کې چې د کلام الله څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شول؛ د شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي، ښاغلی محبت الله فیضاني یو عالم او وړ شخص وباله او د الله تعالی له درباره یې ورته د اسلامي اصولو په رڼا کې د دعوت او ارشاد په اوامرو کې د بریاوو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د دعوت او ارشاد ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست په چوکاټ کې یو نوی ایجاد شوی ریاست دی او تمه ده چې خپلې دندې به د اسلامي اصولو او ارزښتونو له مخې په وعظ او نصیحت سره پرمخ یوسي.