SF2COQI5RC4X3FLL
1401-01-01
د وري لمړۍ 1401
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو
دولتي شرکت؛ د هوا پاکوالي، د چاپېریال ساتنې او شنې سیمې جوړولو په موخه مرکز او
زونونو کې د شرکت اړونده سیمو کې 450 مثمر او غیر مثمر نیالګي کري.
د نیالګیو کرلو دا مراسم د ښاري
اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي، د دعوت او
ارشاد رئیس مولوي محبت الله فیضاني، د کابل زون اوبو رسولو ریاست مرستیال حاجي
محمد حلیم، او د شرکت یو شمېر آمرینو په شتون کې د شرکت د دعوت او ارشاد رئیس لخوا
د خیر په دعا پیل شول.
د شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله
احمدي د لومړي نیالګي په کرلو د شنې سیمې څخه په ساتنې ټینګار وکړ او زیاته یې
کړه؛ مونږ ټول پخپل وار د چاپېریال ساتنې او طبیعي سرچینو څخه د ساتنې په برخه کې
مسئولیت لرو او د خپل سهم په ادا کولو اړ یو.